Zakaria Abulsalam

Ayah by Ayah

Tags

Download Links

Zakaria Abulsalam translation for Surah Az-Zumar — Ayah 38

39:38
وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۚ قُلۡ أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنۡ أَرَادَنِيَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلۡ هُنَّ كَٰشِفَٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوۡ أَرَادَنِي بِرَحۡمَةٍ هَلۡ هُنَّ مُمۡسِكَٰتُ رَحۡمَتِهِۦۚ قُلۡ حَسۡبِيَ ٱللَّهُۖ عَلَيۡهِ يَتَوَكَّلُ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ ٣٨
او یقینًا كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (،نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې ’’الله‘‘، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ، هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ. كه چېرې الله ما ته د ضرر رسولو اراده وكړي، ایا دغه (ستاسو معبودان) د هغه د ضرر لرې كوونكي دي؟ یا كه هغه (الله) ما سره د رحمت اراده وكړي، ایا دغه (معبودان) د هغه د رحمت منع كوونكي دي؟ ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره بس الله كافي دى، خاص په ده باندې توكل كوونكي توكل كوي