Pashto - Sarfaraz

Ayah by Ayah

Tags

Download Links

Pashto - Sarfaraz translation for Surah Ghafir — Ayah 66

40:66
۞ قُلۡ إِنِّي نُهِيتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَمَّا جَآءَنِيَ ٱلۡبَيِّنَٰتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرۡتُ أَنۡ أُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٦٦
ای پیغمبره! هغوی ته ووایه چې زه له دې منع کړای شوی یم چې د هغه څه عبادت وکړم چې تاسې يي پرته له الله څخه عبادت کوئ. او زه به څرنګه د هغوی عبادت کوم په داسې حال کې چې ماته د خپل رب له لورې څرګند دلایل راغلي دي؟ او راته امر شوی دی چې د ټول عالم رب ته په بشپړ ډول غاړه کیږدم.