Pashto - Sarfaraz

Ayah by Ayah

Tags

Download Links

Pashto - Sarfaraz translation for Surah Al-Hadid — Ayah 10

57:10
وَمَا لَكُمۡ أَلَّا تُنفِقُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَٰثُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ لَا يَسۡتَوِي مِنكُم مَّنۡ أَنفَقَ مِن قَبۡلِ ٱلۡفَتۡحِ وَقَٰتَلَۚ أُوْلَٰٓئِكَ أَعۡظَمُ دَرَجَةٗ مِّنَ ٱلَّذِينَ أَنفَقُواْ مِنۢ بَعۡدُ وَقَٰتَلُواْۚ وَكُلّٗا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٞ ١٠
او پر تاسې څه دي چې د الله په لار کې مال نه لګوئ؟اسمانونه او ځمکه یوازې هغه ته پاتې دي.ستاسې هغه خلک چې د مکې له فتحې یې وړاندې مال لګولی او جنګیدلي دي او هغه سره یو انډول نه دي چې وروسته يې مال لګولی او جنګیدلي دي.د همدغو خلکو درجه له هغو نه خورا لوړه ده چې له فتحي نه وروسته یې مال لګولی او جنګیدلي دي. الله پاک له هرې ډلې سره نیکه وعده کړې.او الله ستاسې له کړنو ښه خبر دی.