Pashto - Sarfaraz

Ayah by Ayah

Tags

Download Links

Pashto - Sarfaraz translation for Surah Al-Mumtahanah — Ayah 4

60:4
قَدۡ كَانَتۡ لَكُمۡ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ فِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذۡ قَالُواْ لِقَوۡمِهِمۡ إِنَّا بُرَءَٰٓؤُاْ مِنكُمۡ وَمِمَّا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرۡنَا بِكُمۡ وَبَدَا بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةُ وَٱلۡبَغۡضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ وَحۡدَهُۥٓ إِلَّا قَوۡلَ إِبۡرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسۡتَغۡفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمۡلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۖ رَّبَّنَا عَلَيۡكَ تَوَكَّلۡنَا وَإِلَيۡكَ أَنَبۡنَا وَإِلَيۡكَ ٱلۡمَصِيرُ ٤
تاسې ته ابراهیم او د هغه مومن ملګري ښه او غوره نمونه ده چې:کله هغوی خپل قوم ته وویل:مونږ له تاسې او ستاسې له هغو معبودانو چې پرته له الله مو نیولي دي بیزاره یو. مونږ له تاسې نه منکر او زمونږ او ستاسې ترمینځ تر هغو چې تاسو په یو الله ایمان راوړئ تل پاتې دښمني او کینه اعلان ده.مګر د ابراهیم علیه السلام هغه خبره بیله ده.چې پلار ته یې ویلي وو چې زه به خامخا تاته بښنه وغواړم.که څه هم زما په وس کې نشته چې له الله نه ستا لپاره څه ترلاسه کړم.ای زمونږ ربه!خاص پر تا مو توکل کړی،خاص تاته مو پناه ده او خاص ستا په لور در ګرځیدل دي.