Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Ayah by Ayah

Tags

Download Links

Pashto Translation - Rowwad Translation Center translation for Surah Al-Qasas — Ayah 76

28:76
۞ إِنَّ قَٰرُونَ كَانَ مِن قَوۡمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيۡهِمۡۖ وَءَاتَيۡنَٰهُ مِنَ ٱلۡكُنُوزِ مَآ إِنَّ مَفَاتِحَهُۥ لَتَنُوٓأُ بِٱلۡعُصۡبَةِ أُوْلِي ٱلۡقُوَّةِ إِذۡ قَالَ لَهُۥ قَوۡمُهُۥ لَا تَفۡرَحۡۖ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡفَرِحِينَ ٧٦
بې شکه قارون د موسىٰ له قومه و، خو بيا يې پر هغوى تېرى وكړ او هغه ته مو دومره خزانې وركړې وې چې کنجيانې (چابیانې) به يې پر يوې ځواكمنې ډلې هم درنېدلې، يو وخت چې قوم يې ورته ووېل: (په دنيا) مه نازېږه! بې شكه الله نازېدونكي نه خوښوي.