Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah An-Nur — Ayah 31

وَقُل لِّلۡمُؤۡمِنَٰتِ يَغۡضُضۡنَ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِنَّ وَيَحۡفَظۡنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ وَلۡيَضۡرِبۡنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّۖ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوۡ ءَابَآئِهِنَّ أَوۡ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآئِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوۡ نِسَآئِهِنَّ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّٰبِعِينَ غَيۡرِ أُوْلِي ٱلۡإِرۡبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفۡلِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يَظۡهَرُواْ عَلَىٰ عَوۡرَٰتِ ٱلنِّسَآءِۖ وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ٣١
او مومنو ښځو ته هم ووايه: چې خپلې سترګې د هغو عورتونو له کتلو وساتي چې نه دي ورته روا، خپل شرم ځايونه له ناروا څخه په لرې والي او په پټولو وساتي، پرديو ته دې خپل سينګار نه ښکاروي، خو دا چې هغه څه ترې ښکاره شي چې پټول يې ناشوني وي، لکه جامې، او خپل پړوني دې داسې اچوي چې وېښتان، مخونه او غاړې يې پکې پټې شي، پټ سينګار دې له خپلو مېړونو، پلرونو، د مېړونو له پلرونو، زامنو، بنزيانو، وروڼو، د وروڼو له زامنو، د خويندو له زامنو، باوري مسلمانو يا کافرو مېرمنو، نارينه او ښځينه مرېيانو، هغو تابع شويو کسانو چې ښځو ته کومه اړتيا نه لري او له هغو ماشونو پرته چې تر اوسه د ښځو پر عورتونو خبر نه لري له دغو ټولو پرته نورو ته نه ښکاروي، ښځې دې خپلې پښې په لوی لاس داسې نه وهي چې پټ کړل شوی سينګار يې لکه د پښو شرنګوونکي او داسې نور يې وپېژندل شي، ای مومنانو ټول الله ته توبه وباسئ له بد نظر کولو او داسې نورو شیانو څخه، په دې هيله چې په موخه کې به بريالي او له وېروونکي څخه به خوندي شئ.