Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah An-Nur — Ayah 61

لَّيۡسَ عَلَى ٱلۡأَعۡمَىٰ حَرَجٞ وَلَا عَلَى ٱلۡأَعۡرَجِ حَرَجٞ وَلَا عَلَى ٱلۡمَرِيضِ حَرَجٞ وَلَا عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ أَن تَأۡكُلُواْ مِنۢ بُيُوتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ ءَابَآئِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أُمَّهَٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ إِخۡوَٰنِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَخَوَٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَعۡمَٰمِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ عَمَّٰتِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ أَخۡوَٰلِكُمۡ أَوۡ بُيُوتِ خَٰلَٰتِكُمۡ أَوۡ مَا مَلَكۡتُم مَّفَاتِحَهُۥٓ أَوۡ صَدِيقِكُمۡۚ لَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَأۡكُلُواْ جَمِيعًا أَوۡ أَشۡتَاتٗاۚ فَإِذَا دَخَلۡتُم بُيُوتٗا فَسَلِّمُواْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمۡ تَحِيَّةٗ مِّنۡ عِندِ ٱللَّهِ مُبَٰرَكَةٗ طَيِّبَةٗۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّكُمۡ تَعۡقِلُونَ ٦١
نه پر هغه ړانده چې سترګې يې له لاسه ورکړې کومه ګناه شته، نه پر ګوډ ګناه شته، نه پر ناروغ ګناه شته که د الله په لار کې جهاد غوندې ځينې مکلفيتونه پرېږدي چې توان يې نه لري، نه ای مؤمنانو پر تاسو کومه ګناه شته چې له خپلو کورونو خوراک وکړئ چې له هغو څخه مو د پلرونو کورونه هم دي، نه پر تاسو په دې کې ګناه شته چې د پلرونو له کورونو خوراک وکړئ، يا مو د ميندو له کورونو، يا مو د وروڼو له کورنو، یا مو د خويندو له کورنو، يا مو د ترونو له کورنو، يا مو د عمه ګانو له کورنو، يا مو د خاله ګانو له کورونو، يا له هغو کورنو څخه چې ساتنه يې تاسوته در سپارل شوې ده، لکه د باغ ساتونکی، او نه پر تاسو ګناه شته چې له خپل عادت سره سم په خوښه د ملګري له کورونو خوراک وکړئ، نه پر تاسو ګناه شته چې ګډ خوراک سره وکړئ يا بېل بېل، کله چې دغو ياد شويو کورونو يا نورو ته ننوځئ؛ نو څوک چې پکې دي پر هغوی داسې سلام واچوئ چې السلام عليکم. خو که څوک پکې نه وو بيا پر خپلو ځانونو سلام واچوئ او داسې ووايئ: السلام علينا و علی عباده الصالحين، دغه د الله لخوا يوه مبارکه ډالۍ ده چې تاسو ته يې حکم کړی دی، تر څو مو تر منځ مينه او محبت پيداشي، يوه ښه کلمه ده چې د اورېدونکي زړه پرې خوشحاليږي، په دغه ډول تېر شوي ښکاره بيان سره په مخکېني سورت کې الله نښانې بيانوي په دې هيله که تاسو له عقله کار واخلئ او عمل پرې وکړئ.