Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Furqan — Ayah 18

قَالُواْ سُبۡحَٰنَكَ مَا كَانَ يَنۢبَغِي لَنَآ أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنۡ أَوۡلِيَآءَ وَلَٰكِن مَّتَّعۡتَهُمۡ وَءَابَآءَهُمۡ حَتَّىٰ نَسُواْ ٱلذِّكۡرَ وَكَانُواْ قَوۡمَۢا بُورٗا ١٨
معبودان به ووايي: ای زموږ پالونکيه پاک يې له دې چې تا لره دې شريک وي، زموږ لپاره نه ده په کار چې له تا پرته نور داسې دوستان ونيسو چې دوستي ورسره وکړو؛ نو څنګه به ستا بندګان دېته را وبولو چې له تا پرته زموږ عبادت وکړي؟ خو تا دغو مشرکانو ته د دنيا په خوندونو ګټه رسولې وه، له هغوی مخکې دې د استدراج په ډول د هغوی پلرونو ته هم ګټه رسولې وه، تر دې چې ستا ياد يې هېر کړ؛ نو ستاسره يې نور شيان ولمانځل، او هغوی د خپلې بدبختۍ له امله تباه کېدونکی قوم و.