Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Ash-Shu'ara — Ayah 225

أَلَمۡ تَرَ أَنَّهُمۡ فِي كُلِّ وَادٖ يَهِيمُونَ ٢٢٥
ای رسوله! ته وينې چې د هغوی د لار ورکۍ له نښانو دا هم ده چې په هر ناو کې لالهانده وي، کله د چا ستاينه کوي او کله يې بيا بد بيانوي او کله بيا له دغو دواړو پرته په بل حالت کې وي.