Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-'Ankabut — Ayah 8

وَوَصَّيۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ بِوَٰلِدَيۡهِ حُسۡنٗاۖ وَإِن جَٰهَدَاكَ لِتُشۡرِكَ بِي مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٞ فَلَا تُطِعۡهُمَآۚ إِلَيَّ مَرۡجِعُكُمۡ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ٨
او انسان ته مو سپارښتنه کړې چې له خپل مور او پلار دواړو سره نيکي او ښېګڼه وکړي، خو ای انسانه! که ستا مور اوپلار دې اړ باسي چې ته له ما سره داسې څه شريک کړې چې د هغه د شريکولو په اړه څه پوهه ونه لرې- لکه د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه مور ته چې داسې څه پېښ شول - په دغه کې يې پيروي مه کوه، ځکه د خالق د سر غړونې پر وړاندې د مخلوق پيروي روا نده، د قيامت په ورځ يوازې ماته مو راګرځېدل دي، پر هغه څه به مو خبر کړم چې په دنيا کې مو کول او پر هغه به جزا درکړم.