Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Luqman — Ayah 12

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا لُقۡمَٰنَ ٱلۡحِكۡمَةَ أَنِ ٱشۡكُرۡ لِلَّهِۚ وَمَن يَشۡكُرۡ فَإِنَّمَا يَشۡكُرُ لِنَفۡسِهِۦۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٞ ١٢
او لقمان ته مونږ په دین پوهه او د کارونو سمون ورکړی وو، او ورته مو ویلې وو: -ای لقمانه- په هغه څه د خپل رب شکر وباسه چې پر تا یې د خپلې تابعدارۍ د وس درکولو لورینه کړې، او څوک چې د خپل رب شکر وباسي نو بېشکه د ده د شکر ایستلو ګټه همده ته رسي، ځکه چې الله د ده د شکر ایستلو څخه بې پروا دی، او چا چې د الله تعالی له نعمت څخه انکار وکړ او پر ده یې کفر وکړ نو بېشکه د ده د کفر زیان د همده دی، او الله تعالی ته یې هېڅ زیان نه رسي ځکه چې هغه د خپل ټول مخلوق څخه بې پروا دی، په هر حالت کې ستایل شوی دی.