Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Ahzab — Ayah 37

وَإِذۡ تَقُولُ لِلَّذِيٓ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ وَأَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِ أَمۡسِكۡ عَلَيۡكَ زَوۡجَكَ وَٱتَّقِ ٱللَّهَ وَتُخۡفِي فِي نَفۡسِكَ مَا ٱللَّهُ مُبۡدِيهِ وَتَخۡشَى ٱلنَّاسَ وَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخۡشَىٰهُۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيۡدٞ مِّنۡهَا وَطَرٗا زَوَّجۡنَٰكَهَا لِكَيۡ لَا يَكُونَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ حَرَجٞ فِيٓ أَزۡوَٰجِ أَدۡعِيَآئِهِمۡ إِذَا قَضَوۡاْ مِنۡهُنَّ وَطَرٗاۚ وَكَانَ أَمۡرُ ٱللَّهِ مَفۡعُولٗا ٣٧
او ای رسوله! کله چې دې هغه چا ته ويل چې الله پرې د اسلام پېرزوينه کړې وه او تا پرې د آزادۍ پېرزوينه کړې ده، چې هغه زيد بن حارثه رضي الله عنهما دی، کله چې د خپلې مېرمنې زينب بنت جحش د طلاق په اړه تاته د مشوره غوښتونکي په توګه راغی، تا هغه ته وويل: خپله مېرمن دې وساته طلاق مه ورکوه، د الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږه، او ای رسوله! په خپل زړه کې د خلکو له وېرې هغه څه پټوې چې الله تا ته د زينب د نکاح په اړه وحي کړې وه، او الله به ژر د زيد لخوا د هغې طلاق او بيا ستا سره د هغې نکاح څرګنده کړي، کله چې زيد په خپله خوښه وغوښتل او له هغې سره يې زړه نه غوښته چې پاتې شي او طلاقه يې کړه، تا ته مو په نکاح کړه، تر څو پر مؤمنانو د زوی بللیو د مېرمنو په نکاح کې کومه ګناه نه وي، کله چې يې هغوی طلاقې کړې او عدت يې تېر شي، او د الله امر ترسره کېدونکی و چې پر وړاندې يې هيڅ مانع او خنډ نه و.