Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Ahzab — Ayah 53

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَدۡخُلُواْ بُيُوتَ ٱلنَّبِيِّ إِلَّآ أَن يُؤۡذَنَ لَكُمۡ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيۡرَ نَٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَٰكِنۡ إِذَا دُعِيتُمۡ فَٱدۡخُلُواْ فَإِذَا طَعِمۡتُمۡ فَٱنتَشِرُواْ وَلَا مُسۡتَـٔۡنِسِينَ لِحَدِيثٍۚ إِنَّ ذَٰلِكُمۡ كَانَ يُؤۡذِي ٱلنَّبِيَّ فَيَسۡتَحۡيِۦ مِنكُمۡۖ وَٱللَّهُ لَا يَسۡتَحۡيِۦ مِنَ ٱلۡحَقِّۚ وَإِذَا سَأَلۡتُمُوهُنَّ مَتَٰعٗا فَسۡـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٖۚ ذَٰلِكُمۡ أَطۡهَرُ لِقُلُوبِكُمۡ وَقُلُوبِهِنَّۚ وَمَا كَانَ لَكُمۡ أَن تُؤۡذُواْ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓاْ أَزۡوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعۡدِهِۦٓ أَبَدًاۚ إِنَّ ذَٰلِكُمۡ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا ٥٣
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان رواړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې درته روا کړي يې دي، د نبي عليه السلام کوټو ته مه ننوځئ مګر وروسته تردې چې ډوډۍ ته ستاسو په بللو سره د ننوتلو اجازه درته وشي، خو ناسته مو داسې مه اوږدوئ چې د ډوډۍ د پخېدو انتظار کوئ، بلکې کله چې ډوډۍ ته وبلل شوئ، نو ننوځئ، اوکله مو چې وخوړه، نو ووځئ، له هغه وروسته کرار مه کېنئ چې ځينې مو د ځينو په خبرو خوند اخلئ، ځکه دغه ناسته نبي صلی الله عليه وسلم ته اذيت رسوي، خو هغه شرميږي له دې چې له تاسو د وتلو غوښتنه وکړي، او الله په حقه له امر کولو نه شرميږي، نو تاسو ته يې ترې د وتلو امر وکړ تر څو هغه صلی الله عليه وسلم ته په ناسته اذيت ونه رسوئ، او کله چې د نبي صلی الله عليه وسلم له مېرمنو د اړتيا کوم لوښی څه غواړئ، نو د اړتيا توکي د پردې تر شا ترې وغواړئ داسې مخامخ يې مه ترې غواړئ چې تاسو هغوی وينئ، د هغوی د خونديتوب لپاره، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرتبې له امله، دغه د پردې ترشا غوښتنه ستاسو او د هغوی د زړونو لپاره ډېره پاکيزه ده، ترڅو شيطان ستاسو او د هغوی زړونو ته کومه د وسوسې او ناروا ښايسته کولو لار پيدا نه کړي، او ای مؤمنانو ستاسو لپاره په کار نه دي چې په خبرو د ځنډ له امله د الله رسول اذيت کړئ، او نه دا درته روا دي چې د هغه له وفات وروسته له مېرمنو سره يې نکاح وکړئ، هغوی د مؤمنانو ميندې دي، او د هيچا لپاره روا نه ده چې له خپلې مور سره نکاح وکړي، د آذیت یو ډول د هغه له وفات وروسته یې له مېرمنو سره نکاح کول دي، دا ناروا کار دی او د الله په وړاندې لويه ګناه شمېرل کيږي.