Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Ahzab — Ayah 6

ٱلنَّبِيُّ أَوۡلَىٰ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ مِنۡ أَنفُسِهِمۡۖ وَأَزۡوَٰجُهُۥٓ أُمَّهَٰتُهُمۡۗ وَأُوْلُواْ ٱلۡأَرۡحَامِ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلَىٰ بِبَعۡضٖ فِي كِتَٰبِ ٱللَّهِ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُهَٰجِرِينَ إِلَّآ أَن تَفۡعَلُوٓاْ إِلَىٰٓ أَوۡلِيَآئِكُم مَّعۡرُوفٗاۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي ٱلۡكِتَٰبِ مَسۡطُورٗا ٦
پېغمبر (محمد صلی الله علیه وسلم) پر مومنانو له خپلو ځانونو هم زیات حق لرونکی دی په ټولو هغو څه کې چې هغې خوا ته دوی راوبلي، که څه هم د دوی زړونه بل څه وغواړي، او د ده صلی الله علیه وسلم بیبیانې د ټولو مومنانو د مېندو په منزله دي، په هر مومن حرام دي چې کومې یوې د دوی سره واده وکړي پس د هغه صلی الله علیه وسلم د مرګ څخه، او د خپلولئ څښتنان د میراث په اړه د الله په حکم کې یو په پر بل ډېر حق لرونکي دي نظر له ایمان او د الله په لار کې د هجرت خاوندانو، هغه کسان چې د اسلام په پېل کې به یې له یو بل څخه میراث اخیستلو، بیا وروسته د دوی میراث اخیستل منسوخ شول، مګر که تاسو -ای مومنانو- د وارثانو څخه پرته خپلو دوستانو ته وصیت یا کومه ښیګڼه ورسره کوئ نو کولی شئ، دا پرېکړه په لوح محفوظ کې لیکل شوې وه نو عمل پرې واجب دی.