Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Saba — Ayah 31

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَن نُّؤۡمِنَ بِهَٰذَا ٱلۡقُرۡءَانِ وَلَا بِٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِۗ وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّٰلِمُونَ مَوۡقُوفُونَ عِندَ رَبِّهِمۡ يَرۡجِعُ بَعۡضُهُمۡ إِلَىٰ بَعۡضٍ ٱلۡقَوۡلَ يَقُولُ ٱلَّذِينَ ٱسۡتُضۡعِفُواْ لِلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُواْ لَوۡلَآ أَنتُمۡ لَكُنَّا مُؤۡمِنِينَ ٣١
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی وايي: هيڅکله به پردغه قرآن ايمان رانه وړو کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم ګومان کوي چې پر هغه نازل کړل شوی دی، او نه پر پخوانيو آسماني کتابونو ايمان راوړو، او ای رسوله! که ته د قيامت په ورځ ووينې چې ظالمان يې د خپل پالونکي په وړاندې د حساب لپاره بند کړل شوي وي، په خپل منځ کې يو او بل ته خبرې ورګرځوي او هر يو مسؤوليت او ملامتيا پر بل وراچوي، کمزوري ګڼل شوي پيروان به يې خپلو هغو مشرانو ته وايي چې په دنيا کې يې کمزوري کړي وو: که تاسو موږ نه وای لارورکي کړي، موږ به هرومرو پر الله او د هغه پر رسولانو ايمان راوړونکي وو.