ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: ما که تاسو ته په راوړې لارښوونه او خير له تاسو د کومې بدلې او مزدورۍ غوښتنه کړې وي د شتون په صورت کې، هغه دې تاسو لره وي، زما بدله يوازې پر يو الله ده، او هغه پاک ذات پر هرڅه شاهد دی، او هغه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې ما تاسو ته رسونه وکړه، او ستاسو پر کړنو شاهدي ورکوي، نو بشپړه جزا به يې درکړي.