Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Fatir — Ayah 18

وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٞ وِزۡرَ أُخۡرَىٰۚ وَإِن تَدۡعُ مُثۡقَلَةٌ إِلَىٰ حِمۡلِهَا لَا يُحۡمَلۡ مِنۡهُ شَيۡءٞ وَلَوۡ كَانَ ذَا قُرۡبَىٰٓۗ إِنَّمَا تُنذِرُ ٱلَّذِينَ يَخۡشَوۡنَ رَبَّهُم بِٱلۡغَيۡبِ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَۚ وَمَن تَزَكَّىٰ فَإِنَّمَا يَتَزَكَّىٰ لِنَفۡسِهِۦۚ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلۡمَصِيرُ ١٨
او هيڅ ګناهګار نفس به د بل ګناهګار نفس، ګناه نه شي اخېستی، بلکې هر ګناهګار نفس به خپله ګناه وړي، که چېرې د خپلو ګناهونو د بار له امله دروند کړل شوی تن څوک را وبولي چې د هغه له ګناهونو څه پر غاړه واخلي، نو د هغه له ګناهونو به هيڅ هم ترې وا نه شي اخېستلای، که څه هم را بلل شوی د هغه خپل وي، او ای رسوله! ته يوازې د الله له عذابه هغه کسان وېرولای شې چې له خپل پالونکي يې ډاريږي او په بشپړ ډول لمونځ کوي، همدوی ستا له وېرونې ګټه پورته کولای شي، او څوک چې له ګناهونو پاک شو چې تر ټولو لويه يې شرک دی، نو هغه د خپل ځان لپاره پاکيږي، ځکه ګټه يې همده ته ورګرځېدونکې ده، الله د هغه له پيروۍ بې پروا دی، او د قيامت په ورځ الله ته د حساب او بدلې لپاره ورګرځېدل دي.