ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: له خپلو هغو شريکانو مو خبر راکړئ چې تاسو يې له الله پرته بندګي کوئ، له ځمکې يې څه پيداکړي دي؟ آيا غرونه يې پيداکړي؟ يا يې د هغې نهرونه پيداکړي؟ يا يې د هغې ژوي پيداکړي؟ او يا هغوی د آسمانونو په پيدايښت کې له الله سره شريکان دي؟ او يا مو هغوی ته داسې کتاب ورکړی چې په هغې کې د غیرالله دعبادت صحت[جواز] د پاره دلیل وي؟ له دغه هيڅ نه دي حاصل، بلکې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي ځينې يې ځينو ته يوازې د دوکې ژمنه ورکوي.