Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Sad — Ayah 22

إِذۡ دَخَلُواْ عَلَىٰ دَاوُۥدَ فَفَزِعَ مِنۡهُمۡۖ قَالُواْ لَا تَخَفۡۖ خَصۡمَانِ بَغَىٰ بَعۡضُنَا عَلَىٰ بَعۡضٖ فَٱحۡكُم بَيۡنَنَا بِٱلۡحَقِّ وَلَا تُشۡطِطۡ وَٱهۡدِنَآ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلصِّرَٰطِ ٢٢
کله چې دواړه ناببره په داود ورننوتل، نو په دې نا اشنا توګه د ناببره ننوتلو څخه وډار شو، کله چې دوی ته د هغه ویره ښکاره شوه دواړو وویل: مه ډارېږه؛ مونږ دوه جګړه ماران یو چې یو پر بل مو ظلم کړی، زمونږ تر منځ په انصاف پرېکړه وکړه او د پرېکړې پر مهال پر مونږ ظلم مه کوه او برابرې لارې ته مو لارښونه وکړه چې سمه لار وي.