Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Sad — Ayah 24

قَالَ لَقَدۡ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعۡجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِۦۖ وَإِنَّ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡخُلَطَآءِ لَيَبۡغِي بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٍ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَقَلِيلٞ مَّا هُمۡۗ وَظَنَّ دَاوُۥدُ أَنَّمَا فَتَنَّٰهُ فَٱسۡتَغۡفَرَ رَبَّهُۥ وَخَرَّۤ رَاكِعٗاۤ وَأَنَابَ۩ ٢٤
نو داود علیه السلام یې ترمنځ پرېکړه وکړه، او دعوا لرونکي ته یې وویل: ریښتیا چې ستا ورور درباندې ظلم کړی کله چې یې درڅخه ستا مېږه د خپلو مېږو سره د یوځای کولو غوښتنه وکړه او زیاتره شریکان یو پر بل زیاتی کوي د حق په اخیستلو او بې انصافۍ کې، پرته له هغو مؤمنانو څخه چې نیک اعمال کوي نو بېشکه هغوی د خپلو شریکانو سره انصاف کوي او زیاتی پرې نه کوي، لیکن دا خلک لږ دي، او داود علیه السلام باور وکړ چې په دې جګړه کې مونږ ده لره په ازمیښت کې واچوه، نو د خپل رب څخه یې بخښنه وغوښتله او الله ته یې د نږدېوالي لپاره سجده وکړه، او توبه یې ورته ویستله.