Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Az-Zumar — Ayah 38

وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۚ قُلۡ أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنۡ أَرَادَنِيَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلۡ هُنَّ كَٰشِفَٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوۡ أَرَادَنِي بِرَحۡمَةٍ هَلۡ هُنَّ مُمۡسِكَٰتُ رَحۡمَتِهِۦۚ قُلۡ حَسۡبِيَ ٱللَّهُۖ عَلَيۡهِ يَتَوَكَّلُ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ ٣٨
ای رسوله! که له دغو مشرکانو وپوښتې: چې اسمانونه اوځمکه چا پيداکړي؟ هرومرو به ووايي: الله پيداکړي دي، د هغوی د معبودانو د بې وسۍ ښکاره کولو په موخه ورته ووايه: له الله پرته دغه معبودان چې تاسو یی عبادت کوئ د هغوی په اړه خبر راکړئ، که چېرې الله ماته ضرر رسول و غواړي آيا هغوی له ما څخه ضرر لیرې کولای شي؟! او يا مې پالونکی وغواړي چې رحمت راباندې وکړي، آيا هغوی له ما څخه د رحمت مخه نيولای شي؟! ورته ووايه: يوازې الله بسنه راته کوي، په ټولو چارو کې بروسه پرې کوم، او بروسه کوونکي يوازې پر هغه بروسه کوي.