Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Fussilat — Ayah 45

وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَا مُوسَى ٱلۡكِتَٰبَ فَٱخۡتُلِفَ فِيهِۚ وَلَوۡلَا كَلِمَةٞ سَبَقَتۡ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيۡنَهُمۡۚ وَإِنَّهُمۡ لَفِي شَكّٖ مِّنۡهُ مُرِيبٖ ٤٥
او له شک پرته موسی ته مو تورات ورکړ، نو اختلاف پکې وکړل شو، ځينو يې ايمان پرې راوړ، او ځينو ترې انکار وکړه، او که چېرې د الله له لوري دا ژمنه نه وای چې د قيامت په ورځ د هغو بندګانو ترمنځ پرېکړه کوي کوم چې په تورات کې اختلاف کوي، نو په تورات کې د اختلاف کوونکو ترمنځ به يې پرېکړه کړې وای، حق او باطل به يې سره بېل کړي وای، چې د حق والا به يې درناوی کړی وای او د باطل والا به يې سپک کړی وای، او بېشکه کافران د قرآن په اړه په پریشانوونکي شک کې دي.