Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Ash-Shuraa — Ayah 22

تَرَى ٱلظَّٰلِمِينَ مُشۡفِقِينَ مِمَّا كَسَبُواْ وَهُوَ وَاقِعُۢ بِهِمۡۗ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فِي رَوۡضَاتِ ٱلۡجَنَّاتِۖ لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمۡۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَضۡلُ ٱلۡكَبِيرُ ٢٢
ای رسوله! ته به وينې چې د شرک او ګناهونو له امله پر ځانو ظلم کوونکي د کړې ګناه له امله له سزا وېرېدونکي وي، خو سزا به هرومرو پر هغوی راتلونکې وي، له توبې پرته يوازې وېره يې ګټه نه ورته رسوي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي هغوی د دغو ظالمانو برعکس دي، چې هغوی به د جنتونو په باغچو کې وي مزې به کوي، هغوی لره به يې د خپل پالونکي په وړاندې ډول ډول هغه نعمتونه وي چې هيڅکله نه ختميږي، دا هغه لويه پېرزوينه ده چې هيڅ پېرزوينه نه شي ورته نېږدې کېدلای.