Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Fath — Ayah 15

سَيَقُولُ ٱلۡمُخَلَّفُونَ إِذَا ٱنطَلَقۡتُمۡ إِلَىٰ مَغَانِمَ لِتَأۡخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعۡكُمۡۖ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُواْ كَلَٰمَ ٱللَّهِۚ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَٰلِكُمۡ قَالَ ٱللَّهُ مِن قَبۡلُۖ فَسَيَقُولُونَ بَلۡ تَحۡسُدُونَنَاۚ بَلۡ كَانُواْ لَا يَفۡقَهُونَ إِلَّا قَلِيلٗا ١٥
ای مؤمنانو کله چې تاسو د خيبر د هغو ولجو خواته ولاړ شئ چې د حديبيې له سولې وروسته الله يې له تاسو سره ژمنه کړې ده ترڅو يې ترلاسه کړئ، هغه کسان چې الله شاته پرې اېښې دي وايي به: موږ هم پرېږدئ له تاسو سره ووځو ترڅو څه تر لاسه کړو، دغه شاته پاتې کړل شوي غواړي ترڅو په دغه غوښتنه د الله هغه ژمنه بدله کړي چې له مؤمنانو سره يې د حديبيې له سولې وروسته کړې ده چې يوازې هغوی ته به د خيبر ولجې ورکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هيڅکله به موږ پسې دغو ولجو ته را نه شئ، پرته له شکه الله له موږ سره ژمنه کړې چې د خيبر ولجې به يوازې د هغه چا لپاره وي چې په حديبيه کې حاضر و، نو ژر به هغوی وايي: په تاسو پسې خيبر ته له درتګ څخه ستاسو له خوا زموږ منع کول د الله په امر سره نه دي بلکې ستاسو له خوا زموږ سره د کينې له امله دي، خو امر داسې نه دی لکه دغو شاته پاتې کړل شويو چې فکر کړی، بلکې هغوی ډېر لږ د الله پر امرونو او نواهيوو پوهيږي، نو ځکه يې په سرغړونه کې اخته شوي دي.