Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Fath — Ayah 29

مُّحَمَّدٞ رَّسُولُ ٱللَّهِۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلۡكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيۡنَهُمۡۖ تَرَىٰهُمۡ رُكَّعٗا سُجَّدٗا يَبۡتَغُونَ فَضۡلٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضۡوَٰنٗاۖ سِيمَاهُمۡ فِي وُجُوهِهِم مِّنۡ أَثَرِ ٱلسُّجُودِۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمۡ فِي ٱلتَّوۡرَىٰةِۚ وَمَثَلُهُمۡ فِي ٱلۡإِنجِيلِ كَزَرۡعٍ أَخۡرَجَ شَطۡـَٔهُۥ فَـَٔازَرَهُۥ فَٱسۡتَغۡلَظَ فَٱسۡتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِۦ يُعۡجِبُ ٱلزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ ٱلۡكُفَّارَۗ وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِنۡهُم مَّغۡفِرَةٗ وَأَجۡرًا عَظِيمَۢا ٢٩
محمد د الله رسول دی او له هغه سره ملګري يې پر جنګياليو کافرانو سخت دي، په خپلو منځو کې مهربانه، له يو بل سره نرمي کوونکي او مينه کوونکي دي، ای ليدونکيه! ته به يې الله پاک لره رکوع کوونکي او سجده کوونکي وينې، له الله به غواړي چې په بښنه او پتمنه بدله پېرزوينه پرې وکړي، او دا چې ترې راضي شي، نښانه يې په مخونو کې د سجدو آثار دي چې لارښوونه، ښېګڼه او د لمانځه رڼا يې په مخونو کې ده، دا يې هغه صفت دی چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب تورات يې بيان کړی، او پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوي کتاب انجيل کې يې بېلګه داسې ده چې هغوی په خپل منځي مرسته او بشپړوالي کې د هغه کښت (شینګيا) غوندې دي چې کوچنی را پورته شي، پیاوړی او مضبوط شي، پر خپلو ډنډرونو ودريږي، کروندګر ته د هغه پياوړتيا او بشپړوالی خوند ورکوي، ترڅو کافران پرې په غوسه کړي، ځکه هغوی پياوړتيا، ټينګښت او بشپړوالی پکې ويني، او الله د صحابه وو له هغه کسانو سره چې پر الله يې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی د ګناهونو د بښنې ژمنه کړې ده چې پر هغو به يې نه نيسي، او له خپل لوري يې د لويې بدلې ژمنه کړې ده چې هغه جنت دی.