Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Ar-Rahman — Ayah 33

يَٰمَعۡشَرَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِ إِنِ ٱسۡتَطَعۡتُمۡ أَن تَنفُذُواْ مِنۡ أَقۡطَارِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ فَٱنفُذُواْۚ لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلۡطَٰنٖ ٣٣
او الله به د قيامت په ورځ چې کله پېريان او انسانان را غونډ کړي ووايي: اې د پېريانو او انسانانو ډلې! که چېرې د آسمانونو او ځمکې له کونجونو څخه په کوم کونج کې د ځانونو لپاره د وتلو لار پيداکولای شئ؛ نو دا کار وکړئ، خو هيڅکله به تاسې دا کار ونه شئ کړای مګر د يو ځواک او دليل په مرسته، او دا ځواک او دليل به تاسو له کومه کړئ؟