منافقان به مؤمنانو ته په دې ويلو ور چېغې کړي آيا موږ ستاسو سره پر اسلام او پيروۍ نه وو؟ مؤمنان به ورته ووايي: ولې نه، تاسو زموږ سره واست، خو ځانونه مو د نفاق په فتنه کې اخته کړل، نو تباه مو کړل او د مؤمنانو په اړه مو انتظار درلود چې که مغلوبه شي؛ نو تاسې به خپل کفر ښکاره کړئ او د الله له لوري د مؤمنانو په مرسته او له مرګ وروسته په بېرته را ژوندي کېدو کې مو شک کولو، او د درواغو هيلو دوکه کړي واست، تردې چې مرګ درته راغی او تاسې پر همدغه حالت واست، او د الله په اړه شيطان دوکه کړي وئ.