اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړی او پر هغه څه مو عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه په اړه پټې خبرې مه کوئ چې پکې ګناه، تېری او د رسول سرغړونه وي، ترڅو د يهودو غوندې نه شئ، د هغه څه په اړه پټې خبرې وکړئ چې پکې د الله پيروي، د هغه له سرغړونې ايسارول وي، له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وډار شئ، الله هغه ذات دی چې د قيامت په ورځ به د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ور غونډېږئ.