Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Hashr — Ayah 11

۞ أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نَافَقُواْ يَقُولُونَ لِإِخۡوَٰنِهِمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ لَئِنۡ أُخۡرِجۡتُمۡ لَنَخۡرُجَنَّ مَعَكُمۡ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمۡ أَحَدًا أَبَدٗا وَإِن قُوتِلۡتُمۡ لَنَنصُرَنَّكُمۡ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ ١١
اې رسوله! هغو کسانو ته دې نه دي کتلي چې کفر يې پټ کړی او ايمان يې ښکاره کړی، په کفر کې يې خپلو هغو د تحريف شوي تورات پيروانو يهودو وروڼو ته وايي: په خپلو کورونو کې پاتې شئ، موږ مو هيڅکله نه پرېږدو او نه مو ورته تسليموو، که مسلمانان مو ترې وباسي موږ هرومرو ستاسو د ملاتړ له مخې درسره وځو، او هيڅوک به مو له تاسو سره له وتلو ايسار نه کړي، که هغوی درسره جنګ کوي موږ به مو هرومرو د هغوی خلاف مرسته کوو، او الله شاهدي ورکوي چې په رېښتيا منافقان درواغجن دي په هغه څه کې چې له يهودو سره د يوځای وتلو دعوا يې کړې کله چې هغوی اېستل کيږي، او له هغوی سره د جګړې کولو کله چې له هغوی سره جګړه کيږي.