Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Mumtahanah — Ayah 10

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا جَآءَكُمُ ٱلۡمُؤۡمِنَٰتُ مُهَٰجِرَٰتٖ فَٱمۡتَحِنُوهُنَّۖ ٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِإِيمَٰنِهِنَّۖ فَإِنۡ عَلِمۡتُمُوهُنَّ مُؤۡمِنَٰتٖ فَلَا تَرۡجِعُوهُنَّ إِلَى ٱلۡكُفَّارِۖ لَا هُنَّ حِلّٞ لَّهُمۡ وَلَا هُمۡ يَحِلُّونَ لَهُنَّۖ وَءَاتُوهُم مَّآ أَنفَقُواْۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَآ ءَاتَيۡتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّۚ وَلَا تُمۡسِكُواْ بِعِصَمِ ٱلۡكَوَافِرِ وَسۡـَٔلُواْ مَآ أَنفَقۡتُمۡ وَلۡيَسۡـَٔلُواْ مَآ أَنفَقُواْۚ ذَٰلِكُمۡ حُكۡمُ ٱللَّهِ يَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡۖ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٞ ١٠
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پرهغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤمنې مهاجرې د کفر له زمکې څخه د اسلام زمکې ته درته راشي؛ نو د ايمان په رېښتينولۍ کې يې وازمويئ، الله د هغوی پر ايمان ښه پوه دی، د هغوی په زړونو کې چې څه دي له هغو هيڅ هم نه ترې پټيږي، کله چې له ازموينې وروسته پرې پوه شوئ چې هغوی مؤمنې دي د هغه څه له امله چې تاسو ته يې رېښتينولي څرګنده شي، نو بيا يې کافرانو مېړونو ته مه ور واپس کوئ، د مؤمنو مېرمنو لپاره روا نه دي چې له کافرانو سره واده وکړي، او نه د کافرانو لپاره روا دي چې له مؤمنو مېرمنو سره نکاح وکړي، او مېړونو ته يې هغه مهرونه ورکړئ چې لګولي يې دي، اې مؤمنانو! پر تاسو کومه ګناه نشته چې د هغوی له عدت تېرېدو وروسته ورسره نکاح وکړئ کله مو چې هغوی ته يې مهرونه ورکړي وي او د چا چې ښځه کافره وي او يا له اسلام څخه مرتده شوې وي؛ نو له ځان سره دې نه ساتي، ځکه د کفر له امله يې نکاح سره ختمه شوه، او له کافرانو د خپلو هغو مرتد شويو مېرمنو ورکړی مهر وغواړئ، او هغوی دې هم د خپلو مسلمان شويو مېرمنو مهرونو غوښتنه وکړي، دغه ياد شوی ستاسو لخوا او د هغوی لخوا د مهر واپس کول د الله حکم دی، الله پاک ستاسو ترمنځ د هغه څه پرېکړه کوي چې غواړي يې، او الله د خپلو بندګانو پر احوالو او اعمالو ښه پوه دی، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او په هغه څه کې د حکمت والا دی چې د خپلو بندګانو لپاره يې روا کوي.