Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Commentary explaining the meaning of the ayahs. One passage often covers several ayahs, so neighbouring ayahs can show the same text.

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah As-Saf — Ayah 12

يَغۡفِرۡ لَكُمۡ ذُنُوبَكُمۡ وَيُدۡخِلۡكُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ وَمَسَٰكِنَ طَيِّبَةٗ فِي جَنَّٰتِ عَدۡنٖۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ ١٢
د دغه سوداګرۍ ګټه داده چې الله به مو د ګناهونو بخښنه درته وکړي، او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او په جنتونو کې به مو داسې خوندورو ځايونو ته ننباسي چې هستوګنه به وي پکې انتقال به نه وي ترې، دغه ياده شوې بدله داسې لويه بريا ده چې بله هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.