Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah As-Saf — Ayah 14

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُونُوٓاْ أَنصَارَ ٱللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ لِلۡحَوَارِيِّـۧنَ مَنۡ أَنصَارِيٓ إِلَى ٱللَّهِۖ قَالَ ٱلۡحَوَارِيُّونَ نَحۡنُ أَنصَارُ ٱللَّهِۖ فَـَٔامَنَت طَّآئِفَةٞ مِّنۢ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَكَفَرَت طَّآئِفَةٞۖ فَأَيَّدۡنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ عَلَىٰ عَدُوِّهِمۡ فَأَصۡبَحُواْ ظَٰهِرِينَ ١٤
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، د الله مرستندويان شئ د هغه د دين په مرسته کولو سره چې رسول مو درته راوړی دی، لکه د حواريينو (د عيسی عليه السلام د ځانګړو ملګرو) مرسته، کله چې عيسی عليه السلام ورته وويل: څوک مې د الله په لار کې مرستندويان دي؟ هغوی په بيړه کولو سره ځواب ورکړ: موږ د الله مرستندويان يو، نو له بني اسرائيلو يوې ډلې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ، او بله ډله پرې کافره شوه، نو کومو کسانو چې پر عيسی عليه السلام ايمان راوړ د هغوی مرسته مو وکړه د هغو خلکو پر خلاف چې پر الله يې کفر کړی و، نو پر هغوی برلاسي شول.