اې رسوله! په ياد کړه کله چې د مريمې زوی عيسی علیه السلام وويل: اې بني اسرائيلو، پرته له شکه زه د الله رسول يم چې تاسو ته يې لېږلی يم له ما مخکې نازل شوي تورات تصديقوونکی يم، زه کوم نوی رسول نه يم، او د داسې رسول زېری ورکوونکی يم چې له ما وروسته راځي نوم يې احمد دی، کله چې عيسی له داسې دلايلو سره راغی چې د هغه پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو، هغوی وويل: دا څرګندې کوډې دي، هيڅکله به پيروي ونه کړو.