Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Commentary explaining the meaning of the ayahs. One passage often covers several ayahs, so neighbouring ayahs can show the same text.

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah As-Saf — Ayah 9

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ ٩
الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې د اسلام له دين سره لېږلی، چې د هدایت او خير ته د لارښوونې دين او ګټورې پوهې او نېک عمل دين دی، ترڅو يې پر ټولو دينونو برلاسی کړي سره له دې چې مشرکان نه خوښوي چې په ځمکه کې دې ځای پرځای شي د هغوی د پوزو د سپېروالي سربېره.