نو کله مو چې د جمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې د حلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لارې د الله پېرزوينه ولټوئ، او د روزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او د روزۍ لټول دې له تاسې څخه د الله ياد هېر نه کړي، د بريا په هيله چې خوښوئ يې او د ژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ.