Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Munafiqun — Ayah 4

۞ وَإِذَا رَأَيۡتَهُمۡ تُعۡجِبُكَ أَجۡسَامُهُمۡۖ وَإِن يَقُولُواْ تَسۡمَعۡ لِقَوۡلِهِمۡۖ كَأَنَّهُمۡ خُشُبٞ مُّسَنَّدَةٞۖ يَحۡسَبُونَ كُلَّ صَيۡحَةٍ عَلَيۡهِمۡۚ هُمُ ٱلۡعَدُوُّ فَٱحۡذَرۡهُمۡۚ قَٰتَلَهُمُ ٱللَّهُۖ أَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ ٤
اې کتونکيه! کله چې هغوی وينې د هغوی بدنونه او شکلونه به دې خوښ شي، ځکه چې په هغو کې تازګي او نعمت دی، او کله چې خبرې کوي خبرې يې اورېدل کيږي ځکه په هغو کې بلاغت دی، اې رسوله! هغوی ستا په مجلس کې داسې دي لکه درول شوي لرګي، چې پر هيڅ هم نه پوهيږي او نه يې درک کولای شي، هر اواز داسې ګڼي چې هغوی يې هدف دي ځکه هغوی بې زړه دي، هغوی په حقه دښمنان دي، نو اې رسوله! له هغوی وډارشئ چې راز مو ښکاره کړي او يا کوم چل درته جوړ کړي، پر هغوی دې د الله لعنت وي څنګه له ايمان څخه ګرځول کيږي سره لدې چې دلايل څرګند او برهانونه يې ښکاره دي؟!