Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah At-Tahrim — Ayah 1

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكَۖ تَبۡتَغِي مَرۡضَاتَ أَزۡوَٰجِكَۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ١
اې رسوله! ولې هغه څه حراموې چې الله درته حلال کړي دي؛ له خپلې مينځې ماريې څخه ګټه اخېستنه، (ايا) پر دې سره د خپلو مېرمنو خوشالي لټوې ځکه چې هغوی له هغې څخه غيرت کوي، او الله ستا لپاره بخښونکی او پر تا مهربان دی؟!.