Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah At-Tahrim — Ayah 8

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ تُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ تَوۡبَةٗ نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمۡ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمۡ سَيِّـَٔاتِكُمۡ وَيُدۡخِلَكُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ يَوۡمَ لَا يُخۡزِي ٱللَّهُ ٱلنَّبِيَّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥۖ نُورُهُمۡ يَسۡعَىٰ بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَبِأَيۡمَٰنِهِمۡ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَتۡمِمۡ لَنَا نُورَنَا وَٱغۡفِرۡ لَنَآۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ٨
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له خپلو ګناهونو مو الله ته رېښتينې توبه وباسئ، کېدای شي پالونکی مو له تاسو څخه ستاسې ګناهونه ورژوي او د قيامت په ورځ مو داسې جنتونو ته ننباسي چې تر ماڼيو لاندې يې ويالې بهيږي، په کومه ورځ چې الله نبي نه رسوا کوي او نه هغه کسان اور ته په ننه اېستلو رسوا کوي چې له هغه سره يې ايمان راوړی، د صراط پر پول به يې رڼا مخې مخې او ښي لوريو ته منډې وهي، وايي به: اې زموږ پالونکيه موږ ته مو رڼا بشپړه کړه، ترڅو جنت ته ننوځو، چې د هغو منافقانو غوندې نه شو چې پر صراط پول يې رڼا ترې مړه شي، او موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، پرته له شکه ته پر هرڅه ځواکمن يې، چې زموږ د رڼا له بشپړولو او ګناهونو څخه په راتېرېدلو دې هيڅوک نه شي بې وسې کولای.