Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Ahzab — Ayah 50

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ إِنَّآ أَحۡلَلۡنَا لَكَ أَزۡوَٰجَكَ ٱلَّٰتِيٓ ءَاتَيۡتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتۡ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَيۡكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَٰلَٰتِكَ ٱلَّٰتِي هَاجَرۡنَ مَعَكَ وَٱمۡرَأَةٗ مُّؤۡمِنَةً إِن وَهَبَتۡ نَفۡسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنۡ أَرَادَ ٱلنَّبِيُّ أَن يَسۡتَنكِحَهَا خَالِصَةٗ لَّكَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۗ قَدۡ عَلِمۡنَا مَا فَرَضۡنَا عَلَيۡهِمۡ فِيٓ أَزۡوَٰجِهِمۡ وَمَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ لِكَيۡلَا يَكُونَ عَلَيۡكَ حَرَجٞۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا ٥٠
ای نبي! موږ ستا هغه مېرمنې درته روا کړې دي چې مهرونه يې دې ورکړي، او هغه مينځې مو درته روا کړې چې الله په غنیمت کې درکړې دي، او ستا لپاره مو ستا د تره د لوڼو نکاح، ستا د عمه ګانو د لوڼو نکاح، ستا د ماما د لوڼو نکاح او ستا د هغو خاله ګانو د لوڼو نکاح حلاله کړې ده چې ستا سره يې له مکې څخه مدينې ته هجرت کړی، او د هغې مؤمنې ښځې نکاح مو درته روا کړې ده چې خپل ځان پرته له مهر درته ډالۍ کړي که ته ورسره نکاح غواړې، او د ډالۍ نکاح يوازې د هغه صلی الله عليه وسلم لپاره ده له امته يې د بل چا لپاره روا نه ده، بېشکه موږ پر هغه څه پوهېږو چې پر مؤمنانو مو د هغوی د مېرمنو په اړه واجب کړي دي، هغه دا چې له څلورو مېرمنو زياتې ورته روا نه دي، او څه مو چې هغوی لره د مينځو په اړه يې روا کړي دي هغه دا چې پرته د شمېر له قيده له څومره مينځو چې غواړي ګټه پورته کولای شي، او هغه څه مو درته روا کړي چې روا کړي مو دي کوم چې بيان کړل شول چې له تا پرته بل چا ته مو نه دي روا کړي، تر څو ستا لپاره کومه تنګي او سختي نه وي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.