Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah Al-Ahzab — Ayah 51

۞ تُرۡجِي مَن تَشَآءُ مِنۡهُنَّ وَتُـٔۡوِيٓ إِلَيۡكَ مَن تَشَآءُۖ وَمَنِ ٱبۡتَغَيۡتَ مِمَّنۡ عَزَلۡتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكَۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَن تَقَرَّ أَعۡيُنُهُنَّ وَلَا يَحۡزَنَّ وَيَرۡضَيۡنَ بِمَآ ءَاتَيۡتَهُنَّ كُلُّهُنَّۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمٗا ٥١
ای رسوله! له مېرمنو دې کومې چې ته غواړې وېش يې ورته وروسته کړه له هغې سره شپه مه تېروه، او له هغوی چې هره يوه غواړې در نېږدې يې کړه چې شپه ورسره تېروې، د کومې نېږدې کول او کومې وروسته کول چې غواړې په دې کې پرتا کومه ګناه نشته، ستا لپاره دغه اختيار اوپراخي دې خبرې ته ډېره نېږدې ده چې د مېرمنو سترګې دې يخې شي، پر هغه څه خوښې شي چې هغوی ټولو ته يې ورکوې، ځکه هغوی پر دې خبره پوهيږي چې ته د واجب پرېښودونکی نه يې، په حق بخل نه کوې، او ای سړيو الله پر هغه څه پوهيږي چې ستاسو په زړونو کې ځينو مېرمنو ته زړه کيږي او ځينو ته نه، او الله د خپلو بندګانو پر کړنو ښه پوه دی چې له هغو هيڅ هم ترې پټ نه دي، زغمونکی دی چې هغوی ته په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي کېدای شي هغوی توبه ورته وباسي.