او د هغوی پر الله قسم (لوړه) کول چې پر کوم څه يې لوړه وکړه د ښه نيت او سمې موخې له امله نه و، بلکې په ځمکه کې د لويي غوښتنې او د خلکو د دوکې لپاره وو، او ناوړه چل يوازې پر خپلو څښتنانو چل کوونکو را چاپېريږي، نو آيا دغه لويي غوښتونکي چل کوونکي د الله د ثابتې کړنلارې پرته د بل څه انتظار کوي، چې د هغوی تباه کول دي لکه څنګه چې له هغوی مخکې سيالان يې تباه کړل؟! د لويي غوښتونکو په تباه کولو کې به د الله کړنلارې لره هيڅکله هيح بدلون ونه مومې چې پر هغوی دې واقع نه شي او نه به ګرځېدل ومومې چې له هغوی پرته پر بل چا دې واقع شي، ځکه هغه الهي ثابته کړنلاره ده.