آيا له قريشو ستا درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د هغو کسانو پايله څنګه وه چې رسولان يې درواغ ګڼل؟ آيا د هغوی پايله بده پايله نه وه چې الله هغوی تباه کړل، او هغوی له قريشو د ځواک له پلوه سخت وو؟! او الله داسې نه دی چې په آسمانونو او يا په ځمکه کې دې څه ترې پاتې شي، بېشکه الله د دغو درواغ ګڼونکو پر کړنو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او نه ترې پاتې کيږي، کله چې وغواړي د هغوی پر تباه کولو ځواکمن دی.