Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah At-Talaq — Ayah 1

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ إِذَا طَلَّقۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحۡصُواْ ٱلۡعِدَّةَۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ رَبَّكُمۡۖ لَا تُخۡرِجُوهُنَّ مِنۢ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخۡرُجۡنَ إِلَّآ أَن يَأۡتِينَ بِفَٰحِشَةٖ مُّبَيِّنَةٖۚ وَتِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَقَدۡ ظَلَمَ نَفۡسَهُۥۚ لَا تَدۡرِي لَعَلَّ ٱللَّهَ يُحۡدِثُ بَعۡدَ ذَٰلِكَ أَمۡرٗا ١
اې نبي کله چې ته اراده ولرې او يا يوڅوک ستا له امته اراده ولري چې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي؛ نو د هغې د لومړني عدت لپاره دې طلاق ورکړي، داسې چې طلاق په داسې طهر کې وي چې کوروالی يې پکې نه وي ورسره کړی، او عدت خوندي کړئ ترڅو خپلو مېرمنو ته پکې رجوع وکولای شئ که هغوی ته مو د رجوع کولو اراده وي، او له الله د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، خپلې طلاق شوې مېرمنې مو له هغو کورونو مه وباسئ چې پکې اوسيږي او نه دې هغوی په خپله ترې وځي، ترڅو يې عدت نه وي تېر شوی، مګر دا چې کومه څرګنده ناروا کړنه لکه زنا وکړي، او دغه حکمونه داسې د الله پولې دي چې د خپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي او څوک چې د الله له پولو اوړي؛ نو هغه پر ځان ظلم کوي، داسې چې ځان د تباهۍ کندو ته اچوي له خپل پالونکي څخه د سرغړونې له امله، اې طلاق ورکوونکیه ته نه پوهېږې کېدای شي الله له دغه طلاق وروسته داسې امر پېښ کړي چې تا يې هيله نه لرله؛ نو رجوع ورته وکړې.