Pashto Mokhtasar

Multiple Ayahs

Tags

Download Links

Pashto Mokhtasar tafsir for Surah At-Talaq — Ayah 2

فَإِذَا بَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمۡسِكُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ فَارِقُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٖ وَأَشۡهِدُواْ ذَوَيۡ عَدۡلٖ مِّنكُمۡ وَأَقِيمُواْ ٱلشَّهَٰدَةَ لِلَّهِۚ ذَٰلِكُمۡ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مَخۡرَجٗا ٢
کله چې هغوی د عدت تېرېدلو ته نېږدې شي؛ نو بيا په خوښه او ښه توګه هغوی ته رجوع وکړئ، او يا هغوی ته رجوع کول پرېږدئ ترڅو يې عدت تېر شي او د خپلو ځانونو د چارې څښتنانې شي، هغوی ته يې د حقوقو له ورکړې سره، او کله چې هغوی ته د رجوع کولو او يا بېلولو اراده ولرئ؛ نو دوه عادل کسان د ې د شخړې ختمولو لپاره له تاسو څخه شاهدي ورکړي، او اې شاهدانو! شاهدي د الله د خوښۍ لټولو لپاره ورکړئ، دغه ياد شوي د الله حکمونه د هغه چا لپاره بيانيږي څوک چې پر الله ايمان لري، او د قيامت په ورځ ايمان لري، ځکه همغه داسې څوک دی چې له يادولو او نصيحت څخه ګټه اخلي، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به هغه لره له هغه تنګۍ او ستنوزې څخه د وتلو لار پيداکوي چې پکې اخته کيږي.